کورپاڼه / خبرونه / راشد خان په کرنټین کې څه کوي؟ – ویډیو
راشد خان

راشد خان په کرنټین کې څه کوي؟ – ویډیو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان اوسمهال د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کې کرنټین دی، چې د کرنټین پای ته رسېدو وروسته به د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې برخه اخلي.

نوموړی چې کله د ای پي ایل له ځنډېدو وروسته راستون شو، نو بېرته متحده عربي اماراتو ته لاړ، له هغه ځایه بیا ترکیه ته لاړ او له ترکیې څخه بېرته ابوظهبي ته لاړ.

راشد خان له څو ورځو راهیسې په یو هوټل کې کرنټین دی، چې وخت نا وخت نوموړی د کرنټین د مهال تازه عکسونه او ویډیوګانې هم له مینه والو سره خپروي.

تازه راشد خان یوه ویډیو په انسټاګرام کې خپره کړې ده، چې په دې ویډیو کې يې د خپل کرنټین کارونه ښکاره کړي دي. په ویډیو کې لیدل کېږي، چې یو خوا راشد خان ورزش کوي او بل خوا ليپټاپ ته ناست دی څه کار کوي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


همدا راز نوموړي له دې ویډیو سره لیکلي: ((کار، ارام، تکرار)) هغه وايي، چې له څو ورځو راهیسې دلته کرنټین دی او دې ته په تمه دی چې کرنټین یې پای ته ورسېږي.

د یادولو وړ ده چې د راشد خان دا ویډیو په پنځه ساعته کې په انسټاګرام اکاونټ کې ۲۳۴ زره کسانو کتلې ده، همدا راز د مشهورو کرکټرانو په ګډون ډېری مینه والو یې پرې تبصرې هم کړې دي. رحمان الله ګربز ورته بیا په تبصره کې لیکلي دي، چې ته ډېر ښکلی بچای یې.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …