کورپاڼه / هنر او کلتور / فرزانه ناز: زه په ژوند کې د نوي پړاو پیلولو ته چمتو یم
فرزانه ناز

فرزانه ناز: زه په ژوند کې د نوي پړاو پیلولو ته چمتو یم

د هېواد مشهوره سندرغاړې فرزانه ناز چې په هند کې مېشته ده او له سندرو وروسته یې هلته اداکاري هم پیل کړې ده، د ژوند د نوي پړاو پیلولو په اړه یې خبر ورکړی دی.

نوموړې له ډېر وخت راهیسې په متحده عربي اماراتو کې وه، چې له هغه وروسته بیا هند ته لاړه او اوس د هند په ممبۍ کې مېشته ده.

فرزانه ناز په خپل انسټاګرام اکاونټ کې ځينې تازه عکسونه خپاره کړي دي، چې په سپینو هندي ډوله کالیو کې پکې لیدل کېږي. دا عکسونه نوموړې ۴ ساعته مخکې خپاره کړي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Farzana Naz (@farzananazofficial)


هغې له دې عکسونو سره لیکلي دي، چې هغه په فزیکي، دماغي او احساساتي ډول باندې دې ته چمتو ده چې د خپل ژوند نوي پړاو ته داخله شي. هغه وايي چې زه ښه تګ لپاره تیاره یم.

خو نوموړې په دې اړه څه نه دي ویلي، چې هغه د ژوند کوم نوي پړاو ته داخلېږي، ایا واده کوي او که په کوم فلم یا سریال کې کار کوي، چې له دې سره د خپل ژوند نوی پړاو پیلوي؟

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …