کورپاڼه / خبرونه / نوین الحق د خپلې لوبډلې سره یو ځای شو
نوین الحق

نوین الحق د خپلې لوبډلې سره یو ځای شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی نوین الحق چې څو ورځې وړاندې انګلستان ته رسېدلی او هلته کرنټین و، د خپلې لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

نوین الحق د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د لیسټر شایر لوبډلې لپاره لوبېږي، چې نوموړی له خپلې لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

نوین الحق په انسټاګرام اکاونټ کې ځینې عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړې دي، چې په دې سره یې د خپلې لوبډلې لباس هم خلکو سره شریک کړی دی.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Naveenulhaq Murid (@naveen_ul_haq)


د انګلستان ویټالیټي بلاسټ سیالیو چې څو ورځې وروسته د جون په ۹مه نېټه په انګلستان کې پیلېږي، د نوین الحق په ګډون یو شمېر نور افغان لوبغاړي هم ورته اخیستل شوي دي.

نوین الحق ته په انسټاګرام کې د نورو کسانو تر څنګ چټک توپوهونکي او ویکټ ساتونکي رحمان الله ګربز هم د ښو لوبو هیله څرګنده کړې ده.

دا هم ولولئ

حسن علي

اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه

د پاکستان سوپر لیګ په دویمه ایلیمینیټر لوبه کې د کمزوري پیل وروسته د اسلام …