کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټویټر د نفرت خورونکو او نامناسبو موادو د مخنیوي لپاره مهم ګام پورته کړ

ټویټر د نفرت خورونکو او نامناسبو موادو د مخنیوي لپاره مهم ګام پورته کړ

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې ټویټر پخپل پلیټ فارم د نفرت خورونکو موادو د مخنیوي او د ګټور موادو د شهرت ورکولو لپاره مهم ګام پورته کړ.

ټویټر په دې اړه وایي چې ادارې یې د نفرت خورونکو او نامناسبو موادو پر وړاندې لاس په کار شوې او د ټویټر په (هیلپ سنټر) کې اپډیټ رامنځته کړ.

ټویټر وایي چې اپډیټ پالیسي یا شرایط به یې د نفرت خورونکو موادو او نورو نامناسبو موادو د مخنیوي لپاره مرستندویه تمام شي.

یاد شرکت په دې اړه له خپل رسمي اکونټ څخه د یادې نوې پالیسۍ په اړه ټویټ کړی او ویلي یې دي چې د عامو خلکو لپاره د شوو ویناوو څخه ځینې نظریات راټول او پخپل پالیسۍ کې بدلون راوستی.

ټویټر زیاتوي چې دا کار یې ددې لپاره ترسره کړی ترڅو خلک په دې باوري کړي چې ټویټر هغه ځای دی چې هرڅوک پکې ځان خوندي احساس کړي. دوی زیاتوي چې نوې پالیسي د ټولو موادو منځپانګه پوښي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …