کورپاڼه / هنر او کلتور / شرمن جوشي: د فلم دې صحنې لپاره مو په رښتیا هم الکول څښلي ول

شرمن جوشي: د فلم دې صحنې لپاره مو په رښتیا هم الکول څښلي ول

د هندي فلمونو اداکار یا هنرمند شرمن جوشي وایي چې د (تري ایډیټس) فلم لپاره یې د یوې صحنې د ثبتولو دمخه یې الکول څښلي ول.

نوموړي له هندي رسنیو کې د خبرو پرمهال وویل چې دغه خطرناکه نظریه د کوم بل چا نه وه بلکې پخپله د عامر خان خوښه او نظریه وه.

د یادولو وړ ده چې تري ایډیټس د بالیووډ د فلمونو له جملې څخه غوره فلم دی او شرمن چې د کومې صحنې په اړه خبرې کوي، په هغې صحنه کې شرمن او مادون د خمار په حالت کې لیدل کېږي.

شرمن جوشي وایي د تري ایډیټس ددې صحنې لپاره عامر خان لارښوونه کړې وه، چې دواړه کردارونه باید په دې صحنه کې الکول وڅښي او له دې وروسته به یو بل کردار ډاکټر ویرو ساهاسترا بدی (وایروس) په ورته حالت کې لیدل کېږي.

نوموړی زیاتوي چې ددې صحنې لپاره دی او عامر خان پر وخت ورسیده او الکول یې وڅښل خو آر مادوان لږ وروسته ورغی او هغه هم ژر ـ ژر الکول وڅښل.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …