کورپاڼه / جالب / له لرګي څخه تراشل شوي شاهکار خلک حیران کړي

له لرګي څخه تراشل شوي شاهکار خلک حیران کړي

لږ یې په ځیر سره وګورئ او ووایئ چې آیا دغه شاهکار له فلز څخه جوړ شوی، که له پلاستیک څخه؟ ستا ځواب به پلاستیک وي خو داسې نه ده، دا شاهکارونه یو جاپاني هنرمند ټورو فوکوډا په ډېر ښه ډول او نوي میتود سره له لرګي څخه جوړ کړي.

ویل کېږي ټورو فوکوډا له ډېر فکر او خوارۍ وروسته درې کونجه لرګی راخیستی او په یوې نوې طریقې سره د حشراتو، ګلونو او نور شیان داسې جوړ کړي چې رښتیني ښکاره کېږي.

له دې هر څه ور اخوا ترټولو حیرانوونکی یې د لرګي یوه ټوټه ده چې په داسې ډول سره جوړه شوې چې له پاسه یې د اوبو د څاڅکي فکر پرې کېږي او ترڅنګ یې نور حشرات هم تراشلي.

ټورو فوکوډا د جاپان په یو وړوکي کلي کې اوسېږي او د نړۍ په کچه مینوال لري او کله چې د نوو تخلیقاتو تصویرونه پورته کړي نو خلک ګوته په غاښ پاتې کوي.

پر ټویټر د نوموړي یو تصویر په میلونه لایکونه اخیستي او ترټولو چې ډېر ستایل شوی د لرګي تصویر دی. له ټورو فوکوډا څخه د د لرګي له پاسه د اوبو د اغېز په اړه وپوښتل شول نو نوموړي ځواب ورکړ، چې لومړی یې د تېز چاکلیټي رنګ همواره ټوټه راواخیسته، لرګی یې تر دوه نیم ملي میترو پورې وتوږه او د اوبو څاڅکی یې وتراشه، بیا یې په ریګمال هموار کړ او په پالیش سره ځلیدونکی کړ.

نوموړی وایي چې له لرګي څخه د تري ډي شیانو د تراشلو یو بالکل نوی ایجاد کوونکی دی او ددې لپاره د جاپان د لرګي جوړونې دودیز علم (موکوزوګان) ته پرمختګ ورکړ او تر تري ډي پورې ورساوه او هغه شیان چې دی یې تراشي تر ډېره رښتیني ښکاري.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …