کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: هغه کسان چې ډېر ورونه او خویندې لري د زړه له ناروغیو سره ډېر مخ کېږي

څېړنه: هغه کسان چې ډېر ورونه او خویندې لري د زړه له ناروغیو سره ډېر مخ کېږي

د سویډن روغتیایي کارپوهانو موندلې ده چې که چېرته تاسې ډېر ورونه او خویندې لرئ، یاهم په ورونو او خویندو کې دریم یې تاسې یئ نو د زړه د ناروغیو او نورو ستونزو خطر مو د کوچنیو کورنیو په پرتله ډېر دی.

دغه څېړنه چې درې اویا کاله په بر کې نیسي، د ژوند طرز طریقې، عادتونه، مالي حالت، کورنۍ ناروغي او نور اړخونه او اغېزې په نظر کې نېولې وې چې له مخې یې په نارینه وو کې معلومه شوه:

کومو کسانو چې خویندې او ورونه یې لرل، د هغوی په پرتله یې د زړه د ناروغیو خطر ډېر و چې نه یې لرل.

له دې پرته هغه نارینه چې دوه خویندې او ورونه یې لرل، د زړه اړوند د مړینې له خطر سره ډېر لږ مخ ول، خو هغه کسان چې له دریو ډېرې خویندې او ورونه یې لرل یاد خطر یې ډېر و.

په ښځو کې معلومه شوه: هغه ښځې چې خویندې او ورونه یې دوه یا له دوو څخه ډېر ول د هغه ښځو په پرتله د زړه د ناروغۍ او مړینې خطر ډېر و چې خویندې او ورونه یې نه لرل، خو هغه ښځې یو ورور او خور یې درلوده د زړه د ناروغیو خطر یې ډېر کم و.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …