کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیدرلېنډز د ایرلېنډ لوبډله ماته کړه
نیدرلېنډز او ایرلېنډ

نیدرلېنډز د ایرلېنډ لوبډله ماته کړه

نیدرلېنډز د خپل ټاکل شوي هدف څخه په ښه توګه دفاع وکړه او یوازې د ۱ منډې په بدل کې یې د ایرلېنډ لوبډلې ته په لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

د نیدرلېنډز او ایرلېنډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه، چې نیدرلېنډز د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه. نیدرلېنډز په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټیم وان در ګګتین ۴۹، لوګن وان بیک ۲۹، ثاقب ذوالفقار ۲۳ او مېکس اوداود هم ۲۳ منډې وکړې. د ایرلېنډ له خوا جوش لیټل او کریګ ینګ ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د ۱۹۶ منډو هدف په تعقیب کې د ایرلېنډ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې وکړې او یوازې د ۱ منډې په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا پال سټرلینګ ۶۹، سیمي سینګ ۴۵ او انډي مک براین ۱۷ منډې وکړې. د نیدرلېنډز له خوا پیټر سیلر ۳ او لوګن وان بیک ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ټیم وان در ګګتین ته ورکړل شوه، چې نن یې ښه لوبه ترسره کړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه د جون په ۴مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

متحده عربي اماراتو د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې لومړي پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

نن په عمان کې د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې سیالۍ د متحده …