کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ځمکې په حرکت کې د بدلون په اړه ساینسپوهانو حیرانوونکې څرګندونې کړي

د ځمکې په حرکت کې د بدلون په اړه ساینسپوهانو حیرانوونکې څرګندونې کړي

د ځمکې په حرکت کې د تېزوالي په اړه ساینسپوهانو حیرانوونکې څرګندونې کړي. زموږ لپاره (۸۶۴۰۰) ثانیې یا څلرویشت ساعته یوه ورځ برابرېږي ځکه چې ځمکه په دومره وخت کې پر خپل محور حرکت بشپړوي، خو د ځمکې دغه حرکت په هرځای کې یو ډول نه وي او په سرعت کې یې کمښت راځي.

همدا سبب دی چې په هره پېړۍ کې تقریباً ورځ ۱.۸ ملي ثانیې ډېرېږي. یعنې ددې مطلب دادی چې شپږ سوه کاله وړاندې ورځ یوویشت ساعته وه.

د ورځې په اوږدېدا کې د بدلون راتلل بېلابېل سببونه لري، چې د لمر او سپوږمۍ پر مد و جزر پرېوتونکې اغېزې، د ځمکې مرکز، زلزلې، موسم، سمندر او د ځمکې مقناطیسي ډګر هم د ورځې په اوږدېدا اغېزې کوي.

خو اوسمهال ساینسپوهانو حیرانوونکې څرګندونې کړي او وایي چې د ځمکې په حرکت کې تېزوالی راغلی او له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې تېز حرکت کوي او د تاریخ لنډې اته ویشتې ورځې په ۲۰۲۰ کال ریکارډ شوي.

خو ځینې ساینسپوهان وایي چې ددې سبب په شلمه پېړۍ کې د کنګل ویلي کیدل دي یاهم په شمالي نیمه کره کې د اوبو د ذخیرو جمع کیدل دي. ساینسپوهان وایي چې دغه تېزي لنډمهاله ده او په راتلوونکې به بېرته ورو شي.

ساینسپوهان وایي چې ددې په سبب پر ټیکنالوژۍ اغېزې پرېوتلی شي د مثال په توګه جي پي ایس، سټلایټ، ځیرګ موبایلونه، کمپیوټرونه او پر مخابراتي شبکو اغېزې پرېوستلی شي. دوی دغه راز وایي چې دا تر هغې اندیښنې وړ خبره نه ده تر هغې چې پر بدني فعالیتونو اغېزې پرېنباسي.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …