کورپاڼه / هنر او کلتور / د مشهور سندرغاړي شفیق مرید کورنۍ په غم اخته شوه
شفیق مرید

د مشهور سندرغاړي شفیق مرید کورنۍ په غم اخته شوه

د هېواد مشهور سندرغاړي شفیق مرید کورنۍ په غم اخته شوې ده، د هغه عمه مړه شوې ده، چې د نوموړي په کورنۍ کې يې غم خپور کړی دی.

شفیق مرید نیم ساعت مخکې د خپلې فېسبوکپاڼې پروفایل تور کړی و، خو دا یې نه و لیکلي، چې ولې، چې له دې امله ډېری خلکو دا فکر هم وکړ، چې د هغه خسر او مشهور سندرغاړی استاد منګل مړ شوی دی، خو استاد منګل مړ نه دی، بلکې هغه ژوندی دی.

شفیق مرید بیا وروسته په خپل پوسټ کې ولیکل: ((یا الله د زړه صبر راکړې، د مور په شان، خوږه مهربانه او ځوانه عمه جانه مې نیم ساعت  مخکې په حق ورسېدله. د خپلې ټولې کورنۍ ته تسلیت وایم او سخت خپه یم. إنا لله وإنا إليه راجعون.))

د شفیق مرید په اکاونټ تر زرو زیاتو کسانو له هغه څخه دا پوښتنه کړې وه، چې ولې یې پروفایل تور کړی دی، خو کله چې یې مینه وال پوه شول، چې د نوموړي عمه مړه ده، نو هغوی ورسره غمرازي پیل کړه.

د یادولو وړ ده چې شفیق مرید د هېواد یو له مشهورو سندرغاړو څخه دی، چې د هېوادنۍ سندرو تر څنګ یې د مینې او بېلا بېلې سندرې ویلي دي.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …