کورپاڼه / جالب / هغه مچۍ د ګړندي سرعت په سبب ښکار له لاسه ورکوي

هغه مچۍ د ګړندي سرعت په سبب ښکار له لاسه ورکوي

د مچیو پر یو ډول له ترسره شوو څېړنو له مخې ویل کېږي چې د (killer flies) په نوم مچۍ یو ډول داسې مچۍ شتون لري چې په ډېر حیرانوونکې سرعت پر خپل ښکار حمله ور وړي.

څېړونکې وایي چې د مچیو دغه سرعت دومره ګړندی وي چې ځینې وختونه یې له امله ښکار له لاسه ووځي او بې کنتروله کېږي.

د کمبرج پوهنتون څېړونکو ددې لپاره د مچیو دغه ډول په یوه کوټه کې ترڅېړنې لاندې ونیوې او هغه وخت یې ترې عکاسي وکړه کله چې یې د ښکار د نېولو هڅه وکړه.

څېړونکې وایي چې دغه ډول مچۍ د یو باز له سرعت څخه پنځه برابره ګړندۍ الوتنه کوي، خو دغه سرعت یې دومره ګړندی وي چې خپل سپک یا کم وزنه ځان نه شي کنترولولی او ښکار یې له لاسه ووځي.

په حیرانوونکې توګه دغه نسل چې په سویلي اروپا کې موندل کېږي اوږدوالی یې یوازې (۰.۱) اینچه وي او همدا سبب دی چې د ګړنډي سرعت له امله ځان نه شي کنترولولی.

دا هم ولولئ

ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

که چېرته په عموم کې خبرې کوو نو د ماشوم ژړا د والدینو لپاره ښه …