کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان توپوهونکي ناکامه، ويسټ انډيز دويمه لوبه او لوبلړۍ په خپل نوم کړه
افغانستان او ويسټ انډيز

د افغانستان توپوهونکي ناکامه، ويسټ انډيز دويمه لوبه او لوبلړۍ په خپل نوم کړه

خپلواک وېبپاڼه (٩ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په دويمه لوبه کې هم د افغانستان توپوهونکي ناکامه شول او ويسټ انډيز په دويمه لوبه کې د ٤٧ منډو په توپير افغان لوبډلې ته ماته ورکړه او دې سره يې د دوه لوبو په ګټلو سره په لوبلړۍ کې هم بريا خپله کړه.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړى يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ويسټ انډيز د پيل توپوهونکو شاى هوپ او ايون ليوس په زړه پورې توپوهنه ترسره او دواړو د ٩٨ منډو ملګرتيا جوړه کړه، چې دغه مهال راشد خان د شاى هوپ ويکټ واخيسته او هغه د ٤٣ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.

همدا راز دويم د پيل توپوهونکي ايون ليوس هم د ٥٤ منډو ترلاسه کولو وروسته خپله ويکټ له لاسه ورکړه. په نورو لوبغاړو کې نيکولاس پوران ښه وځلېده چې ٦٧ منډې يې ترلاسه کړې. شيمرون هيټماير ٣٤ منډې وکړې.ايون ليوس

ويسټ انډيز په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٧ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري بيا نوين الحق ٣، مجيب الرحمان، شرف الدين اشرف، محمد نبي، راشد خان او جاوېد احمدي ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.

د ٢٤٨ منډو د هدف په تعقيب کې حضرت الله ځاځى او جاوېد احمدي د پيل توپوهنې ته راووتل، خو د پيل توپوهونکي يو ځل بيا د ښو منډو په جوړولو کې ناکامه شو. جاوېد احمدي په صفر او حضرت الله ځاځى د ٢٣ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېدل.

د افغانستان لپاره تر ټولو زياتې منډې نجيب الله ځدراڼ ترلاسه کړې، چې په ٦٦ توپوهونو يې د ١ شپږيزې او ٧ څلوريزو پر مټ ٥٦ منډې وکړې. همدا راز رحمت شاه ٣٣، محمد نبي ٣٢ او اکرام علي خېل ١٩ منډې ترلاسه کړې.نجيب الله ځدراڼ ١

افغانستان په ٤٥.٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٠ منډې وکړې او د ٤٧ منډو په توپير يې له ويسټ انډيز لوبډلې څخه ماتې وخوړله.

د ويسټ انډيز لپاره شيلډون کوټريل، روسټون چيس او هايډن والش ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نيکولاس پوران ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې د درې يو ورځنيو لوبو په لوبلړۍ کې لومړۍ لوبه هم ويسټ انډيز لوبډلې ګټلې وه او په دويمه لوبه کې هم افغانستان ته د ماتې ورکولو سره يې لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

دا په يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان پرلپسې ١١مه ماتې ده. د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د يو ورځنيو لوبو دريمه يا وروستۍ لوبه به د نومبر په ١١مه نېټه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …