کورپاڼه / روغتيا / د سینې د سخت سوخت او د ټوخي آسانه کورنۍ درملنه
ټوخى

د سینې د سخت سوخت او د ټوخي آسانه کورنۍ درملنه

د ژمي د موسم په رارسېدلو سره مختلف ویروسونه د انسان پر بدن حمله کوي، چې بیا د موسمي ناروغیو لکه د تبې، زکام او نزلې سبب جوړېږي او هغه کسان چې په دې ناروغیو اخته وي سمدستي ډاکتر ته مراجعه کوي.

که څه هم معمولي ټوخی عادي ګڼل کېږي، خو که چېرته شدت اختیار کړي او د ستوني درد هم ولري، روغتیایي کارپوهان یې د خطر نښه ګڼي. نو راځئ چې نن ورځ د ذکر شوو ناروغیو څخه د خلاصون لپاره ترټولو آسانه او تجربه شوې لارې چارې در وښایو.

د شاتو په وسیله د ټوخي درملنه: د شاتو په وسیله د ټوخي درملنه بیخي عامه ګڼل کېږي او ویل کېږي چې د شاتو په جوړښت کې په طبیعي توګه د antimicrobial ځانګړتیاوې موندل کېږي، چې د ویروسونو او میکروبوتو د وژلو ځواک لري. دغه راز بې شمېره انټي اکساید هم لري. د ټایمز اف انډیا د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې شات له هغه ټولو درملو څخه غوره دي، چې ډاکتران یې د ټوخي او نزلې لپاره ناروغانو ته ورکوي.

طریقه: یوه پیاله اوبه راواخلئ، جوش یې کړئ، بیا پکې دوه کاچوغې شات ور ګډ او درې څاڅکي لیمو ور واچوئ او په ورځ کې یې دوه ځلې استعمال کړې، ټوخی، زکام او نزله به مو له منځه ولاړه شي.

د مالګې اوبه غړغړه کول او طریقه یې: د ستوني د درد او ټوخي لپاره په یوه پیاله تړمو اوبو کې دوه کاچوغې مالګه ور واچوئ او غړغړه یې کړئ. که غواړئ چې لا زیات ګټور تمام شي نو په ورځ کې یې درې یا څلور ځلې تکرار کړئ. خو یاده دې وي چې دا طریقه د ماشومانو لپاره زیانمنه تمامېږي او ځکه زیانمنه تمامېږي چې هغوی په سمه توګه غړغړه نه شي کولی.

د ادرکو په وسیله د ټوخي درملنه: ویل کېږي چې په ادرکو کې هم هغه ډول انټي اکساید موندل کېږي، چې د بکټریاوو په وړاندې د بدن ساتنه کوي. دغه راز د بدن د دفاعي سیستم د ځواکمنېدو سبب هم ګرځي.

طریقه: یوه پیاله اوبه راوخلئ او جوش یې کړئ، بیا د ادرکو یوه وړه ټوټه ور واچوئ، وروسته له یوې څخه تر یوې نیمې کاچوغې شات او لږه اندازه تور مرچ هم ورګډ او بیا یې استعمال کړئ.

ویل کېږي چې دا د ټوخي د درملنې لپاره ترټولو غوره طریقه ده، خو په ورځ کې یې له یو ځل څخه ډېر استعمال د معدې د سوخت سبب جوړېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …