کورپاڼه / بېلا بېل / ملاله یوسفزۍ: د چا سره ژوند تېرولو لپاره نکاح ته څه ضرورت دی؟ دواړه یوازې انډیوالي ولې نه کوي
ملاله یوسفزۍ

ملاله یوسفزۍ: د چا سره ژوند تېرولو لپاره نکاح ته څه ضرورت دی؟ دواړه یوازې انډیوالي ولې نه کوي

کم عمره نجلۍ چې د نوبیل ستره جایزه یې ترلاسه کړې، ملاله یوسفزۍ ده، چې تازه یې د مینې او واده په اړه خبرې کړې دي او ویلي يې دي، چې هغه تراوسه پورې په دې پوه نه شوه، چې د واده لپاره نکاح ته څه اړتیا ته ده او ولې خلک واده کوي، که تاسې له یو چاسره یو ځای اوسېدل غواړئ نو ولې ورسره نکاح ته ضرورت پېښېږي؟

ملاله یوسفزۍ چې د برېتانیې د فېشن مجلې ((ووګ)) سره یې مرکه کوله، په دغه مرکه کې نوموړې د واده او مینې په اړه هم خبرې کړې دي.

ملاله یوسفزۍ وايي، چې مور یې ورته تل د واده د ښایسته تړون په اړه خبرې کوي، زما پلار ته ډېر داسې ایمېلونه راځي چې خلک ورته د خپلو پېسو او جایدادونو په اړه معلومات ورکوي او غواړي چې ماسره واده وکړي.

هغه زیاتوي، خو زه تراوسه په دې نه یم پوه چې خلک واده ولې کوي، که تاسې له یو چاسره یو ځای اوسېږئ، نو د هغې لپاره نکاح ته څه ضرورت دی، یوازې انډیوالان ولې نه شئ اوسېدی. هغه وايي، په دې خبره یقین کول ګران دي، چې تاسې د یو چا انتخاب وکړئ او هغه بیا هماغه هومره د باور وړ راوخېژي، په ټولنیزو رسنیو کې وګورئ، هره ورځ خلک د خپلو رشتو کیسې کوي.

ملاله یوسفزۍ په خپله مرکه کې وویل، چې د هغې مور ورته بیا هم د واده د ښایسته رشتې په اړه غږېږي او ورته وايي، چې حتماً به واده کوي.

نوموړې د لوپټې به اړه وویل، چې د پښتنو په کلتور کې لوپټه یوه پېژندګلو ده او دا د دې نښه ده چې زه له کوم ځایه راغلې یم، ډېر خلک دا فکر کوي، که زه لوپټه په سر کړم نو د نارینه و تر سیوري لاندې به یم، خو داسې نه ده، زه ټولو ته وایم چې د خپل کلتور دننه څخه هم تاسې غږ پورته کولای شئ.

دا هم ولولئ

مفتي عزیزالرحمان

مفتي عزیزالرحمان ونیول شو

د لاهور د یوې مدرسې مدرس، شېخ الحدیث مفتي عزیزالرحمان چې د خپل یو شاګرد …