کورپاڼه / اسلام / هغه ښځې چې پیغلې مړې شي، په هغې دنیا کې به ورسره څه کېږي؟

هغه ښځې چې پیغلې مړې شي، په هغې دنیا کې به ورسره څه کېږي؟

که چېرته یوه نیکه ښځه واده شوي وي نو په جنت کې به له خپل واده شوي جنتي خاوند سره وي او د حورو سرداره به وي او الله تعالی به یې له ټولو حورو ښکلې او ښایسته کړې او ډېره زیاته مینه به سره ولري.

که چېرته په دنیا کې د ښځې ډېر خاوندان تېر شوي وي، یعنې یو مړ شوي، بل سره یې نکاح کړي وي بیا طلاق اخیستي وي او بل سره نکاح کړي وي نو دا ډول میرمنې به له خپل خاوند سره وي؟ په دې اړه مختلف قولونه دي:

دې ښځې ته اختیار ورکول کېږي چې له کوم سره موافقت ډېر و هماغه به اختیاروي.

هغه ښځه به له اخري خاوند سره وي. حضرت ابودرداء رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ښځه به له وروستي خاوند سره وي.

ښځه به له هغه خاوند سره وي چې په دنیا کې یې ورسره ښه اخلاق کړي وي او هغه خاوند چې له ښځې سره بد اخلاقي کړي وي، تنګه کړي وي، هغه له خپلې ښځې محروم وي. حضرت ام سلمه رضي الله عنها روایت کوي چې له رسول الله مې پوښتنه وکړه د چا چې دوه خاوندان وي هغه به په جنت کې له چاسره وي؟ رسول الله وفرمایل: هغې ته به اختیار ورکول کېږي چاچې په دنیا کې ورسره ښه اخلاق او چلند کړی وي هماغه به یې په جنت کې خاوند وي. ای ام سلمه! د ښو اخلاقو لرونکو ته د دنیا او اخرت خیر ور په برخه وي.

ځینې کسان همدا خبره کوي که چېرته ټول با اخلاقه خاوندان ول نو بیابه ښځې ته اختیار ورکول کېږي. خو که چېرته ښځه پیغله وي، له واده وړاندې مړه شي یاهم واده کړي وي خو خاوند یې جنتي نه وي نو په داسې حالاتو کې چې هرڅوک خوښوي خوښولی یې شي او نکاح به ورسره کوي. خو که چېرته یې څوک خوښ نه شي نو الله تعالی به ورته په.جنت کې یو نارینه پیدا کوي او نکاح به ورسره کوي.(23/ 367، ازواج رسول الله؛ اردو)

دا هم ولولئ

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم …