کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیوزیلېنډ په لومړۍ ورځ ۲۴۶ منډې وکړې
دیون کانوی

نیوزیلېنډ په لومړۍ ورځ ۲۴۶ منډې وکړې

د نیوزیلېنډ لوبډله د انګلستان په سفر تللې ده، چې پرون د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پیل شوه او د ورځې تر پای پورې نیوزیلېنډ ۲۴۶ منډې وکړې.

د انګلستان او نیوزیلېنډ ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د جون په ۲مه نېټه په لندن کې پیل شوه، د لوبې په پیل کې نیوزیلېنډ پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

نیوزیلېنډ د لومړۍ ورځې تر پای پورې د ۳ لوبغاړو په سوځطدو ۲۴۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې دیون کانوی په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ۱۳۶ ناسوځېدلې منډې يې وکړې، همدا راز هینري نیکولاس هم په ۴۶ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی، او دواړه به د دویمې ورځې توپوهنه هم پیلوي.

د انګلستان له خوا بیا اولي رابینسن ۲ او جېمس انډرسن ۱ لوبغاړی وسوځاوه. د دویمې ورځې لوبه به یو ځل بیا نیوزیلېنډ پیلوي.

د یادولو وړ ده چې دیون کانوی د نیوزیلېنډ له خوا او جېمس براسي او اولي رابینسن بیا د انګلستان له خوا لومړنۍ ټېسټ لوبې ترسره کوي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي د ویټالیټي بلاسټ په لومړۍ لوبه کې ۲۰ منډې  وکړې

د کرنټین پای ته رسېدو وروسته محمد نبي تېره ورځ د خپلې لوبډلې لپاره لومړۍ …