کورپاڼه / اسلام / د سورت فاتحې په دې وظیفې سره ټولې ستونزې حل کړئ

د سورت فاتحې په دې وظیفې سره ټولې ستونزې حل کړئ

د سورت فاتحې په دې عمل سره هر ناممکن کار ان شاءالله چې د الله په حکم به ممکن کېږي. که چېرته په دې وظیفه کې درڅخه لږ غوندې کار هم نیمګړی پاتې شو یا مو وظیفه سمه ترسره نه کړه نو بیا هیڅ اغېز هم نه لري او دا وظیفه هر څوک پرته له اجازې کولی.

د هر ناممکن او ناباوري کار لپاره یعنې کله چې ټول دروازې بندې شي نو ددې وظیفې کمال وګورئ. په دې وظیفې سره مو هر ناممکن کار حل مومي، هغه که د کور جنګ، جګړې وي، غریبي وي، اولاد نه کېږي او د نورو ټولو ستونزو حل ان شاء الله په دې وظیفه کې دی.

وظیفه:((بسم الله الرحمن الرحیم، الحمدالله رب العالمین، الرحمن الرحیم، مالک یوم الدین، ایاک نعبدو و ایاک نستعین، اهدنا الصراط المستقیم، صراط الذین انعمت علیهم غیر المغضوب علیهم ولا الضالین، آمین.))

دا وظیفه به د سهار د فرضو او سنتو ترمنځ کوئ. لومړی به اوه ځلې درود او بیا به یو څلویښت ځلې سورت فاتحه ولولئ او بیابه اوه ځلې درود ووایئ، خو باید یاد ولرئ چې له سورت فاتحې دمخه به بسم الله وایئ او د بسم الله وروستی (میم) به د الحمدالله له (لام) سره یوځای کوئ.

خو کومه ورځ که مجبوره شوئ نو د سهار له لمانځه یې وروسته هم کولی شئ. خو شرط دادی چې دا عمل به د مجبورۍ پر اساس درنه پاتې وي او دویم به هم دا ډول ترسره کوئ خو د سهار له لمانځه او د لمر له راختلو وړاندې به یې کوئ او سورت فاتحه اویا ځلې لولئ.

همدغه ډول د ماسخوتن له لمانځه وروسته به هم سورت فاتحه اویا ځلې ولولئ. دا درې واړه عملونه به په یوه ورځ کوئ او څومره یې چې کولی شئ و یې کړئ خو باید بشپړ باور پرې ولرئ.

دا هم ولولئ

د هرې ستونزې حل په قران کریم کې دي، خپل ستونزې مو په قران حل کړئ

په نړۍ کې هر انسان په مالي توګه له ستونزو سره مخ کېږي، خو ددې …