کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / وسیم اکرم ۵۵ کلن شو، د هغه نړیوال ریکارډونه دلته ولولئ
وسیم اکرم

وسیم اکرم ۵۵ کلن شو، د هغه نړیوال ریکارډونه دلته ولولئ

وسیم اکرم چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو له مخکښو توپ اچونکو څخه و، نن د ۵۵ کلونو شو، هغه په ۱۹۸۴ کال کې لومړۍ نړیواله لوبه ترسره کړې وه او وروستۍ لوبه یې په ۲۰۰۳ کال کې ترسره کړې وه، چې له هغه وروسته یې کرکټ پرېښود.

وسیم اکرم ۱۰۴ ټېسټ او ۳۵۶ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې وې، چې په ټېسټ لوبو کې يې ۴۱۴ او په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې يې ۵۰۲ لوبغاړي سوځولي و. د وسیم اکرم یو شمېر نړیوال ریکارډونو په اړه درسره دلته معلومات شریکوو.

وسیم اکرم په ټېسټ لوبو کې دریم لوبغاړی دی چې زیات ۱۷ ځل یې د غوره لوبغاړي جایزې اخیستي دي، د ټېسټ په یوه پاڼۍ کې يې په اتم پوزیشن زیاتې منډې ترلاسه کړې دي، هغه د زمبابوې پر وړاندې ۲۵۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې، د ټېسټ په یوه پاڼۍ کې د زیاتو ۱۲ شپږیزو وهلو ریکارډ هم په خپل نوم لري.

دویم کم عمره توپوهونکی دی چې د ټېسټ په یوه لوبه کې يې ۱۰ ویکټې اخیستې وې، هغه وخت یې عمر ۱۸ کاله او ۲۵۱ ورځې و، څلورم توپوهونکی دی چې زیات ۱۱۹ لوبغاړي يې ایل بي ډبليو (اوټ) کړي و، نهم توپوهونکی و چې ټېسټ لوبو کې يې چټکې ۴۰۰ ویکټې پوره کړې وې، دا ویکټې هغه په ۹۶ لوبو کې اخیستې وې، په ټېسټ لوبه کې يې سلیزه او همدا راز پنځه لوبغاړي يې هم سوځولي دي.

په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې اتم لوبغاړی دی چې زیاتې لوبې یې ترسره کړې دي، هغه ۳۵۶ لوبې کړې دي، دویم توپوهونکی دی چې ۳۷۱۷ منډې يې کړې دي خو سلیزه یې نه ده وهلې، دریم توپوهونکی دی چې ډېر ځله په صفر سوځېدلی دی، هغه په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۲۸ ځله په صفر سوځېدلی دی.

په یو لوبغالي کې د ډېرو ویکټو ترلاسه کولو ریکارډ هم په خپل نوم لري، هغه په شارجه کرکټ لوبغالي کې ۱۲۲ لوبغاړي سوځولي دي، دریم توپ اچونکی دی چې نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۳ ځلې ۴-۴ ویکټې ترلاسه کړې دي، دویم توپ اچونکی دی چې یو ورځنیو لوبو کې یې زیات بالونه کړي دي، هغه ۱۸۱۸۶ بالونه ترسره کړي دي.

دویم توپوهونکی دی چې چټکې ۵۰۰ ویکټې يې اخیستي، دا ویکټې هغه په ۳۵۴ لوبو کې اخیستي دي، یو ورځنیو لوبو کې يې د ۱۰۰۰ منډو تر څنګ ۱۰۰ ویکټې هم ترلاسه کړې وې.

که د ټولو نړیوالو سیالیو خبره یې وشي، نو اتم توپوهونکی دی چې ۴۵ ځلې په صفر سوځېدلی دی، پنځم توپوهونکی دی چې ۹۱۶ ویکټې يې اخیستي دي، ۳۱ ځل یې په یوه لوبه یا پاڼۍ کې ۵-۵ ویکټې اخیستي دي، ۹م توپوهونکی دی چې ۴۰۸۱۳ بالونه یې کړي دي، اتم توپوهونکی دی چې ۲۱۵۹۱ منډې يې ورکړي دي او دویم توپوهونکی دی چې ۲۱۱ لوبغاړي يې ایل بي ډبلیو (اوټ) کړي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او …