کورپاڼه / روغتيا / د هندواڼې جوس د پوستکي او ښکلا لپاره هم ګټور وي

د هندواڼې جوس د پوستکي او ښکلا لپاره هم ګټور وي

هندواڼه د اوړي د موسم له مېوو څخه یوه مېوه ده، چې په عام ډول د بدن او پوستکي لپاره ګټوره ګڼل کېږي، ځکه چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه اوبه وي او دغه اوبه یې بدن او پوستکی د اوبو له کمښت څخه ژغوري.

د سیدتي مجلې د راپور له مخې د خوراکي توکو کارپوه ډاکتر مجدي نزیه وایي چې هندواڼه نوي سلنه اوبه لري او د غذایي توکو، معدني موادو او ویټامینونو درلودونکې مېوه ده خو ددې ټول ګټو سربېره د پوستکي د روغتیا د ښه ساتلو لپاره ډېره ګټور ده.

د پوستکي لپاره د هندواڼې د جوسو ګټې:

هندواڼه د کولین په نوم ماده لري چې په همدې سبب د ناروغیو مخنیوی کېږي او د پوستکي د سوخت په کمولو کې مرسته کوي. دغه ډول جوس د ویټامین ای لرونکي وي چې د پوستکي نمي ساتي. همدغه راز ویټامین سي د کولیجن په تیارولو کې مرسته کوي او کولیجن د پوستکي لپاره ډېر ګټور وي.

هندواڼه یوه داسې مېوه ده چې په ډېره اندازه انټۍ اکساید لري او انټي پوستکي له کونځي کیدو او د ډېر عمر له اغېزو ساتي او د لمر د وړانګو له زیانونو یې ساتي.

پر پوستکي د هندواڼې ایښودل داغونه او دانې ختموي:

په هندواڼه کې ویټامین بي ۱، ویټامین بي ۶ او ویټامین ای وي. همدغه راز فایبر، بیټا کیروټین او ویټامین سي هم لري. که چېرته هندواڼه د سترګو لاندې کېښودل شي نو داغونه یې ختموي او ویټامین سي د میکروبونو مخنیوی کوي. همدغه راز د هندواڼه اوبه ویښتان له توییدو ساتي. ددې لپاره پر ویښتانو د هندواڼې اوبه ووهئ او وروسته یې ووینځئ.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …