کورپاڼه / جالب / ولې د هوټل جامې، پردې او نور شیان سپین رنګه وي؟

ولې د هوټل جامې، پردې او نور شیان سپین رنګه وي؟

عموماً په کورونو کې ښځې په دې باور وي چې د بستر یا تخت پردې او روجایي باید په بېلابېلو رنګونو سره وي، خو که چېرته هوټلونو ته سر ور دننه کړو نو پوهېږو چې دلته کیسه بل ډول ده.

په هوټلونو کې له دست پاک څخه نېولې د تخت تر روجایي او پردو پورې ټول سپین رنګ لري، حتی چې جامې یې هم سپین رنګې وي، خو پوښتنه داده چې ددې تر شا څه راز نغښتی دی؟ ولې دوی سپینو جامو ته غوره والی ورکوي؟

د الرجل مجلې د یو راپور له مخې ویل کېږي چې سپین رنګ د پاکوالی نښه ده او پاکي څرګندوي او ترڅنګ یې یو ډول رواني ډاډ هم ورکوي.

د سپین رنګ په اړه ویل کېږي چې دغه رنګ د خوندیتوب احساس هم ورکوي او د چټلۍ او پاکۍ ترمنځ توپیر هم آسانوي. همدغه راز د اړتیا پر وخت د یو نوي پوښ په پلورلو کې هم آسانتیا رامنځته کوي. که چېرته د حیرانۍ احساس کوئ چې ولې دومره ځلیدونکې او سپین بریښي؟ نو ځواب یې دادی چې هغوی د التراساوند تخنیک استعمالوي چې په مرسته یې لږه چټلي هم له منځه ځي.

د وایټن او شیراټن هوټلونو پخوانی مرستیال ایرن هوور د سپینو جامو او پردو په اړه وایي:((سپین بستر یا تخت پر روان اغېزې کوي او خلک دا فکر کوي چې کوټه ښکلې ده او ښایسته کړې یې ده، خو په دا په داسې حال کې ده چې یوازې به بستر یا تخت سم شوی وي.))

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …