کورپاڼه / روغتيا / هغه خوندور جوس چې د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي

هغه خوندور جوس چې د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي

نن سبا د نامتحرکه ژوند او د ګرځبندیز په سبب بدني فعالیتونه کم شوي، چې په همدې سبب د چاغښت ستونزې ورځ تر ورځې ډېرېږئ، خو اندیښمن کېږئ مه، یو داسې مشروب هم شته چې یاده ستونزه په آسانۍ حلولی شي.

دا یو داسې خوندور مشروب دی چې د وزن کمولو لپاره د نورو مشروباتو غوندې د خولې خوند نه خرابوي، خو وزن مو تر ډېره کمولی شي. ددې مشروب د تیارولو لپاره لاندې توکو ته اړتیا وي:

  • نیم انناس
  • یوه کاچوغه سرکه
  • یوه کاچوغه د لېمو اوبه
  • نیمه پیاله اوبه
  • لږې غوندې سپیرکۍ
  • لږ غوندې تور مرچ

پورتني ټول شیان به په یو میکسر کې واچوئ او ښه به یې سره ګډ کړئ ترڅو مشروب ترې جوړ شي او کله چې جوړ شو نو تازه یې وڅښئ خو په یخچال کې یې له ایښودلو او بیا یې وروسته له استعمال ډډه وکړئ.

دغه مشروب په ورځني ډول له غذایي رژیم او ورزش یا بدني فعالیتونو سره استعمال کړئ او په دې ډول به ډېر شوی وزن کم شي او د چاغښت له ستونزو به مو وژغوري.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …