کورپاڼه / جالب / ولې د الوتکې د پورته کېدو او ښکته کېدو پر وخت سیټونه یا څوکۍ باید سیده شي؟

ولې د الوتکې د پورته کېدو او ښکته کېدو پر وخت سیټونه یا څوکۍ باید سیده شي؟

د الوتکې د پورته کېدو او ښکته کېدو پر وخت ولې مسافرو ته لارښوونه کېږي چې څوکۍ یا سیټونه سیده کړئ او که چېرته یې په لارښوونه عمل ونه شي نو څومره به خطرناک تمام شي؟

په دې اړه د الوتکې یوې کارمندې داسې څرګندونې کړي چې سترګې به مو پرانیزي. د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د کیټ کیملاني په نوم د الوتکې کارمندې په دې اړوند پر ټیک ټاک یوه ویډیو خپره کړې.

نوموړې وایي چې سیټ یا څوکۍ نه پورته کول د ژوند او مرګ مسئله رامنځته کوي. نو مسافر باید د الوتکې د کارمندانو دا لارښوونه رد نه کړي او کله چې ورته د څوکۍ یا سیټ پورته کولو وویل شول نو پرته له ځنډ دې دا خبره عملي کړي.

کیټ وایي که چېرته په الوتکه کې بهرنی حالت رامنځته شي د مثال په توګه الوتکه اور واخلي یا په اوبو کې ښکته شي نو مسافر دې سمدستي له الوتکې ووځي. که چېرته ستاسو د څوکۍ یا سیټ شاتنی اړخ پورته وي نو هغوی له الوتکې نه شي وتلی او ژوند یې په خطر کې پرېوځي.

په داسې بېړنیو حالاتو کې یو څو ثانیې هم مهمې وي او هغه مسافر چې په یو څو ثانیو کې خپل سیټونه یا څوکۍ پرېنږدي ژوند یې له منځه ځي. یوازې سيټونه نه بلکې میزونه هم ورته ستونزې راولاړوي نو هڅه وکړئ چې یوازې د اړتیا پر وخت له میز ګټه واخلئ.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …