کورپاڼه / هنر او کلتور / ټایګر شرف او دیشا پټاني د سفر پرمهال د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي

ټایګر شرف او دیشا پټاني د سفر پرمهال د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي

د هندي فلمونو ځوان ستوری ټایګر شرف او ځوانه اداکاره یا هنرمند دیشا پټاني د سفر پرمهال د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي او موټر یې ورڅخه درولی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دواړه فلمي ستوري هغه وخت د پولیسو له غبرګون سره مخ شول او موټر یې ودرول شو کله چې دوی دواړه له جیم څخه بېرته کور ته روان ول.

راپورونه زیاتوي چې پولیسو په دې اړه ادعا کړې چې دواړه ستوري د سفر پرمهال پر یوه داسې سرک یې د سفر هڅه کوله چې د تعمیراتي کار په سبب له وړاندې بند شوی و.

ویل کېږي چې پولیسو د موټر له درولو وروسته ورڅخه د کاغذونه د کتلو غوښتنه وکړه او کله چې یې کاغذونه وکتل نو د تلو اجازه یې ورکړه او ترڅنګ یې دا لارښوونه هم وکړه چې په بل سرک دې لاړ شي.

د یادولو وړ ده چې د ټایګر شرف او دیشا پټاني ملګرتیا وخت ناوخت د رسنیو د سر ټکی ګرځي او په ټولنیزو رسنیو کې هم پرې بحثونه کېږي.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …