کورپاڼه / روغتيا / د بایسکل چلونې ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د بایسکل چلونې ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

په برابر ډول سره په منظم ډول بدني فعالیتونه لکه تلل، بایسکل چلول او د لوبو کول د روغتیا اړوند ډېر ګټې لري. په دې کې بایسکل چلونه یو داسې فعالیت دی چې د ماشومانو او غټانو لپاره یو ډول ګټې لري، خو د ماشومانو وړتیاوې او تمرکز ښه کوي.

بایسکل چلونه چې یو ډېر ساده، ارزانه بیه، پاک او چاپیریال ته زیان نه رسونکی بدني فعالیت دی د بدني او دماغي روغتیا د ښه ساتلو لپاره او ترڅنګ یې د اقتصاد لپاره هم ګټور ګڼل کېږي.

د بایسکل چلونې د ګټو په اړه ویل کېږي چې دغه بدني فعالیت د انسان د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د بېلابېلو سرطاني ناروغیو څخه مو ژغوري. همدغه راز د عضلو د پیاوړتیا سبب مو هم کېږي او د بدنو حرکت هم تېزوي.

بایسکل چلونه د زړه د روغتیا لپاره هم ګټور ګڼل کېږي او په مرسته یې انسان د زړه له بېلابېلو ناروغیو څخه ژغورل کېږي او په دې سره د وینې رګونه، زړه او سږي هم فعالېږي او په نتیجه کې ساه ژوره کېږي او د بدن تودوخه ډېرېږي چې دا ټول د روغتیا لپاره ګټور وي.

بل لوري ته ویل کېږي چې بایسکل چلونه د رواني روغتیا لپاره هم ګټوره وي او په دې سره ذهني فشار کمېږي، اندیښنه او خپګان له منځه ځي او ترڅنګ د ذهني ناروغیو خطر هم کمېږي.

دغه راز ترټولو غوره یې دا چې د بدن کالوري سوځوي. هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي نو بایسکل چلونه ورته غوره تمامېږي. خو ترڅنګ باید ښه او غوره خواړه هم وخوړل شي. له یوې څېړنې معلومه شوې که چېرته هره ورځ نیم ساعت بایسکل وچلول شي نو په یو کال کې پنځه کیلو وزن کمولی شي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …