کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د لاهور قلندرز لوبډلمشر د راشد خان په اړه څه وايي؟
راشد خان، محمد حفیظ او سهیل اختر

د لاهور قلندرز لوبډلمشر د راشد خان په اړه څه وايي؟

پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) کې د لاهور قلندرز لوبډلمشر سهیل اختر د راشد خان په اړه وویل، چې د هغه بېرته راتګ سره به زموږ د لوبډلې د توپ اچونې برخه لا ډېره مضبوطه او قوي شي.

سهیل اختر د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون سره په خپله مرکه کې وویل، چې د سمیت پټیل او ډیویډ ویسا کمی به احساسوو، خو د راشد خان د بیا راتګ نه ډېر خوشحاله یو او زموږ توپ اچونه به ورسره ډېره قوي وي.

هغه زیاته کړه، چې لاهور قلندرز هر کال نوي ټېلنټ ته چانس ورکوي او سږکال به هم داسې کوي. هغه وویل، زموږ په لوبډله کې ډېر تکړه لوبغاړي دي، چې د لوبډلې هر ډیمانډ پوره کولای شي.

سهیل اختر وویل، سمیت پټیل او ډیوډ ویسا به راسره په پاتې سیالیو کې ونه لوبېږي، خو د دوی متبادل لوبغاړي لرو، چې د لوبډلې لپاره به ښه ثابت شي.

هغه وویل، چې لوبغاړو په کرنټین کې هم ځان فیټ ساتلی دی او ښه پرفارمنس به وړاندې کړي، موږ سره د فخر زمان او محمد حفیظ په څېر تجربه کاره لوبغاړي هم شته او د راشد خان په څېر مخکښ توپ اچونکی هم لرو.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو پاتې سیالۍ په ابوظهبي کې د جون په پنځمه نېټه پیلېدونکي دي، خو تراوسه پورې یې مهالوېش نه دی اعلان شوی او لا هم دقیق معلومات نشته، چې په یاده نېټه به دا سیالۍ پیل شي او که نه نورې به هم وځنډول شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …