کورپاڼه / روغتيا / میتابولیزم څه شی وي او څه ډول یې پیاوړی کولی شو؟

میتابولیزم څه شی وي او څه ډول یې پیاوړی کولی شو؟

انسان چې څومره طبیعت ته نږدې کېږي په هماغه اندازه خوښ، پیاوړی او صحت مند وي. که څه هم په طبي ساینس کې د بې شمېره پرمختګونو په مرسته داسې شیان موجود وي چې د انسان بدن او ژوند په ښه کولو کې مرسته کوي. یعنې مېوې، سبزیجات، اوبه او شېدې هغه طبیعي توکي دي چې د بدن میتابولیزم پیاوړی کوي.

میتابولیزم څه شی دی؟

میتابولیزم په حقیقت کې هغه سیستم ته وایي چې په مرسته یې د خوراک او څښاک توکي هضموي او د بدن برخه یې ګرځوي. ویل کېږي چې هګۍ، غوښه، اوبه، شېدې، له غنمو جوړ توکي، کافي او د شین چای ترڅنګ نور توکي میتابولیزم ته ګټور وي او په دې سره بدن پیاوړی او ځواکمن وي.

د میتابولیزم سیستم به څه ډول ښه کوو؟

میتابولیزم د وزن په کمولو کې مهم رول لوبوي، نو هغه کسان چې میتابولیزم یې کمزوری وي نو د غذایي رژیم په خپلولو هم وزن نه شي کمولی. د میتابولیزم د تېزولو او د وزن کمولو ښه طریقه داده چې په ورځني ډول څومره کالوري لاسته راوړئ له هغې ډېره باید وسوځوئ.

همدغه راز د میتابولیزم د پیاوړي کولو او د روغتیا د ښه ساتلو لپاره ډېرې نورې لارې چارې هم په ګوته شوي خو موږ به یې دلته د یو څو پر لوري اشاره وکړو:

  • فعال اوسیدونه د میتابولیزم عملیه تېزوي.
  • د ډېرو اوبو په استعمال سره د بدن غړي فعال وي او میتابولیزم سرعت مومي.
  • په مساله جاتو کې ځینې داسې مرکبونه شته چې د وزن په کمولو کې ګټور تمامېږي او میتابولیزم تېزوي.
  • د وزن پورته کول هم وزن کموي او هم میتابولیزم تېزوي.
  • د پروټین استعمال بدن پیاوړی ساتي او میتابولیزم تېزوي.

دا هم ولولئ

بادرنګ د روغتیا ترڅنګ په ښکلا کې مهم رول لوبوي

الله تعالی د هر یو توکي په جوړښت یوه نه یوه شفاء ضرور نغاړلي وي، …