کورپاڼه / هنر او کلتور / د جیکلین فرنانډس والدین ولې پرېشانه دي؟
جیکلین فرنانډس

د جیکلین فرنانډس والدین ولې پرېشانه دي؟

د هندي فلمونو مشهوره اداکاره جیکلین فرنانډس وايي، چې په هند کې د هغې د روغتیا له وجې یې کورنۍ د هغې په اړه پرېشانه ده او غوښتنه ترې کوي چې له هند څخه دې بحرېن ته انتقال شي او هلته دې ژوند غوره کړي.

له هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې جیکلین فرنانډس وویل، چې په هند کې د کورونا ویروس ډېر زیات شوی دی او کورنۍ يې دې ته په تشویش کې ده او غوښتنه ترې کوي چې هند دې پرېږدي او بحرېن ته دې لاړه شي. هغه وايي، والدین یې غواړي چې په دې بد وضعیت کې د هغوی سره یو ځای واوسم.

نوموړې وایي، چې د هغې والدین د سریلانکا دي او په بحرېن کې ژوند کوي، هغوی چې په هند کې د کورونا په اړه خبرونه اوري، نو زما په اړه یې تشویش زیاتېږي.

جیکلین فرنانډس وايي، چې په سریلانکا کې زما نور خپل خپلوان هم ماته وايي، چې دلته راشه یا هم بحرېن ته لاړه شه. خو نوموړې وايي، چې هغه نه غواړي له هند بهر لاړه شي او همدلته به خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د یادولو وړ ده چې تېر کال د کورونا د لومړۍ څپې پر مهال جیکلین فرنانډس د سلمان خان او د هغه د کورنۍ سره یو ځای د هغوی په یو فارم هاوس کې وه، چې هلته یې له سلمان خان سره د موسیقۍ یوه ویډیو هم جوړه کړې وه او شاوخوا خلکو سره یې د خوراکي توکو مرسته هم کوله.

تېر کال نوموړې د سېف علي خان، ارجن کپور او یامي ګوتم سره د (بهوت پولیس) فلم ثبت هم ترسره کړ، هغې د نوي فلم (رام سیتو) ثبت له اکشی کمار سره ترسره کاوه چې په کورونا ویروس هم اخته شوې وه.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …