کورپاڼه / جالب / یوه ښځه او خاوند د جنګ پرمهال د ودانۍ له بالکوني لاندې غورځیدلي

یوه ښځه او خاوند د جنګ پرمهال د ودانۍ له بالکوني لاندې غورځیدلي

په ګډ ژوند کې په وړو ـ وړو خبرو بحث او جنجال رامنځته کېدل عامه ستونزه ګڼل کېږي، خو په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه داسې ویډیو لره بره کېږي چې ښځه او خاوند ور پکې د جنګ پرمهال لیدل کېږي او د ودانۍ له بالکوني څخه راولوېږي.

ویل کېږي چې دغه پېښه د روسیې د سینټ پیټرسبرګ په ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د اولګا او یوو جیني په نوم د ښځې او خاوند ترمنځ جنجال رامنځته شو او دې جنجال دومره دومره زور واخیست چې دواړه ښکر په ښکر شول.

دغه ښځه او خاوند د جنګ په کولو د کور یا ودانۍ بالکوني ته راغلل او دا بالکوني له ځمکې پنځه ویشت فوټه لوړه وه. دوی د جنګ پرمهال ځانونه کنترول نه شو کړی او لاندې راوغورځېدل او ویډیو ترې یو لاروي کړې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ښځه او خاوند له جنګ او بالکوني څخه له غورځیدو وروسته سختي ټپي شوي او روغتون ته یې وړي دي.

دغه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو کې ډېر ژر لاس په لاس کېږي او د ښځې او خاوند په جنجال او له کنتروله په وتو یې د حیرانتیا څرګندونه کړې.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …