کورپاڼه / خبرونه / هغه ۵ بالران چې روان کال کې یې زیاتې ویکټې اخیستي
راشد خان، اویش خان او جهي ریچارډسن

هغه ۵ بالران چې روان کال کې یې زیاتې ویکټې اخیستي

د ۲۰۲۱ کال شپږمه میاشت پیل شوې ده او نیمايي کال په بشپړېدو دی، کورونا لا هم نه ده ختمه شوې او د دې ویروس سره سره بیا هم د نړیوالو لوبو تر څنګ تجارتي لیګونه هم ترسره کېږي، خو د پاکستان سوپر لیګ او د هند تجارتي لیګ د کورونا له امله په نیمايي کې ځنډېدلي دي، چې اوس به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

په روان کال کې چې تراوسه پورې څومره لوبې ترسره شوې دي، په هغې کې هم ډېر لوبغاړي ځلېدلي دي، خو دلته د هغه پنځه توپ اچونکو په اړه معلومات درکوو، چې په شل اوریزو لوبو کې یې زیاتې ویکټې اخیستي دي.

د هند اویش خان چې د ډیلي کاپیټلز او مدهیه پردیش لوبډلې لپاره لوبېدلی دی، په روان کال کې یې زیاتې ویکټې اخیستي دي، نوموړي که څه هم نړیواله لوبه نه ده کړې، خو د یادو لوبډلو لپاره يې ۱۳ لوبې ترسره کړې دي، چې ۲۸ لوبغاړي يې سوځولي دي، هغه په یوه لوبه کې د ۱۷ منډو په بدل کې ۵ ویکټې هم اخیستي دي.

د اسټرالیا جهي ریچارډسن بیا په دې لیسټ کې په دویم مقام کې دی، هغه چې د اسټرالیا، پرت سکارچرز ای پي ایل کې د پنجاب کنګز لپاره لوبېدلی دی، په ۲۰ لوبو کې يې ۲۷ لوبغاړي سوځولي دي، چې په یوه لوبه کې يې د ۲۴ منډو په بدل کې ۴ ویکټې هم اخیستي دي.

راشد خان بیا په روان کال کې دریم توپ اچونکی دی چې زیاتې ویکټې يې اخیستي دي، هغه سږکال د افغانستان، اډیلیډ سټرایکرز، سنرایزرز حېدراباد او لاهور قلندرز لوبډلو لپاره لوبېدلی دی، چې په ۱۶ لوبو کې يې ۲۵ لوبغاړي سوځولي دي، نوموړي په یوه لوبه کې د ۱۸ منډو په بدل کې ۳ ویکټې هم اخیستي.

په دې لیسټ کې څلورم د هند راهول چاهار دی، نوموړی سږکال د هند، ممبۍ انډینز او راجستان لوبډلو لپاره لوبېدلی دی، چې په ۱۴ لوبو کې يې ۲۴ لوبغاړي سوځولي دي، هغه په یوه لوبه کې د ۱۴ منډو په بدل کې ۴ ویکټې هم اخیستي دي.

د نېپال سنديپ لامیچین بیا په دې لیسټ کې پنځم دی، هغه سږکال د نېپال او په بیګ باش کې بیا د هوبارټ هوریکنز لوبډلو لپاره لوبېدلی دی، نوموړي په ۱۳ لوبو کې ۲۱ لوبغاړي سوځولي دي، چې په یوه لوبه کې يې د ۴۸ منډو په بدل کې ۴ ویکټې هم اخیستي دي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …