کورپاڼه / هنر او کلتور / ((نه کوم واده، بس معاف مې کړئ))
نوشین شاه

((نه کوم واده، بس معاف مې کړئ))

د پاکستان مشهوره هنرمنده نوشین شاه وايي، چې په پاکستان کې هغه ښځې چې واده یې نه وي کړی، هر څوک ترې همدا پوښتنه کوي، چې کله به واده کوې؟ زه نه کوم واده، بس معاف مې کړئ.

۳۶ کلنه اداکاره نوشین شاه چې په ۲۰۰۹ کال کې يې په سریالونو کې کار پیل کړی دی، تراوسه پورې يې په لسګونو سریالونو کې کار کړی او ډېر نوم یې ګټلی دی.

خو نوشین شاه تراوسه پورې واده نه دی کړی. هغې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې يوه سټوري خپره کړې ده او د خلکو ډېرو پوښتنو ته يې ځواب ورکړی دی.

نوشین شاه په خپله سټوري کې لیکلي دي، چې په پاکستان کې يوې ښځې واده نه وي کړی، نو د هغې او مور نه یې تل همدا یوه پوښتنه کېږي، چې کله به واده کوي؟ ولې واده نه کوي؟

نوشین شاه داسې خلکو ته په خپل ځواب کې لیکلي دي، چې زه واده نه کوم، بس معاف مې کړئ. د هغې دا سټوري د خلکو له بېلا بېل غبرګون سره مخ شوې ده، چا یې ملاتړ کړی دی او چا یې مخالفت کړی دی چې دا دومره اوږد ژوند به څه ډول یوازې تېروې.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …