کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ څو ورځې نورې وځنډول شوې، خو دقیقه نېټه یې هم اعلان شوه
راشد خان

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ څو ورځې نورې وځنډول شوې، خو دقیقه نېټه یې هم اعلان شوه

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) د شپږم پړاو پاتې سیالیو د ترسره کېدو نېټه یو ځل بیا وځنډول شوه او اوس به ۶ ورځې وروسته یادې سیالۍ په ابوظهبي کې پیل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د پي ایس ایل پاتې سیالۍ به د جون په ۹مه نېټه پیل شي او پایلوبه به د جون په ۲۴مه نېټه ترسره شي. همدا راز ویل کېږي چې هندي تخنیکي کسانو ته هم پي ایس ایل کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ د پي ایس ایل سیالیو نېټه دقیقه کړې ده، چې ۶ ورځې به دوه دوه لوبې هم ترسره شي.

دا سیالۍ به د پاکستان په وخت ۹ بجې او د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پیلېږي، همدا راز په کومه ورځ چې دوه لوبې وي، نو په هغه ورځ به لومړۍ لوبه د افغانستان په وخت ماښام ۵:۳۰ او دویمه بیا د شپې ۱۰:۳۰ بجې پیلېږي.

د یادولو وړ ده چې مخکې د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی و، چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالۍ به د جون په ۵مه نېټه پیلوي، خو د لوبغاړو او ځینو تخنيکي کسانو په وخت ابوظهبي ته نه رسېدو له امله دا سیالۍ  اوس د جون په ۹مه نېټه پیلېږي.

دا هم ولولئ

پاکستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۷ منډو ماتې ورکړه

محمد حفیظ په ۴ اورونو کې د ۶ منډو په ورکړې یو لوبغاړی وسوځاوه او …