کورپاڼه / جالب / پاکستانی مولا طارق جمیل: کاروبار د آخرت لپاره کوم

پاکستانی مولا طارق جمیل: کاروبار د آخرت لپاره کوم

د پاکستان مشهور مولوي، مولانا طارق جمیل د خپل کاروبار په اړه وایي چې کاروبار د آخرت لپاره کوي.

د مولانا طارق جمیل (ایم ټي جی) برانډ له کراچۍ وروسته په لاهور کې هم پرانیستل شو، چې د پرانیستې مراسم یې پخپله ترسره کړل.

پر ټولنیزو رسنیو د مولانا طارق جمیل یو ویډیو لاس په لاس کېږي چې له مخې یې مولانا د پرانیستۍ په موخه پټۍ پرې کوي او ترڅنګ پاکستانی سندرغاړی امانت علي هم په سپینو جامو کې لیدل کېږي.

په دې موقع مولانا له رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي چې په دې عمر کې یې د برانډ له پرانیستلو دا اراده نه لري چې ګوندې پیسې وګټي.

نوموړي زیاتوي چې الله تعالی پر خپل فضل او کرم سره ډېر زیات نازولی او دوه ځلې یې په ټوله نړۍ کې د ګرځیدلو ادعا هم کړې خو ترڅنګ دا هم وایي چې دغه کاروبار د اخرت لپاره کوي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Maliha Rehman (@maliharehman1)

د یادولو وړ ده چې د مولانا طارق دغه برانډ د فیشن شیان خرڅوي، چې له دې وړاندې د خلکو د سختو نېوکو لاندې راغلی او خلکو ویلي ول چې مولانا خو نورو ته د ساده ژوند لارښوونه کوي او پخپله یې د فیشن برانډ پرانیستی.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …