کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ درې نوي فیچرونه د خپلو کاروونکو لپاره وړاندې کړي

وټساپ درې نوي فیچرونه د خپلو کاروونکو لپاره وړاندې کړي

د پیغام رسونې مشهور اپلیکیشن وټساپ ادارې منلې چې پر اپلیکیشن یې درې نوي فیچرونه وړاندې کړي.

وټساپ چې په ټوله نړۍ کې د پیغام رسونې لپاره استعمالېږي، هر وخت په دې هڅه کې وي چې د کاروونکو د آسانتیا لپاره نوي بدلونونه رامنځته کړي او اوسمهال یې چې کوم نوي فیچرونه وړاندې هم د کاروونکو د آسانتیا لپاره دي.

ویل کېږي چې ددې فیچرونه په اړه هغه وخت معلومات ترلاسه شول کله چې د وټساپ ادارې د بیټا انفو او ویل کیټ کارټ په نوم له ویبپاڼو سره خبرې وکړې، چې دغه فیچرونه عبارت دي له: د پیغامونو غیر فعالول، یو ځل لیدل او څو ډیواسونه.

د پیغامونو غیر فعالول:

دا فیچز تېر کال وړاندې شوی و خو اوس پکې ایډیټ شوی او له مخې به یې د پیغامونو د غیر فعالولو موډ اپشن موجود وي، چې په غیر فعالولو سره به په چټ کې ټول پیغامونه په یو څو ورځو کې ورک کېږي.

یو ځل کتل:

ددې فیچر په مرسته کاروونکې دا آسانتیا ولري چې یو پیغام به لېږلو او د هغې له لوستلو وروسته پخپل له منځه ځي او ددې اپشن په غیر فعالولو سره لېږل شوی پیغام یوازې یو ځل پرانیستل او سکرین شاټ ترې اخیستلی شئ.

څو ډیوایسونه:

دا فیچر له ډېرې مودې د ازمایښت په حال کې دی او هیله ښودل شوې په راتلوونکو دوو میاشتو کې به معرفي شي او ددې په مرسته به یو کاروونکی وکولی شي چې څو ډیوایسونو کې وټساپ پرانېزي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …