کورپاڼه / هنر او کلتور / راکي ساونت: پر واده او مینې مې باور ختم شو

راکي ساونت: پر واده او مینې مې باور ختم شو

هندي اداکارې یا هنرمندې راکي ساونت د نیشا راول او کرن مهرا ترمنځ پر جنجال د خپګان څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د دوی د جنګ او جنجال له لیدو وروسته یې پر واده او مینه باور له منځه تللی.

راکي ساونت وایي چې کرن او نیشا دواړه ډېر ښه ملګري دي او د دوی د جنجال له راپورونو وروسته سخته خپه ده.

نوموړې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې که چېرته د نیشا او کرن جوړه یا اړیکې ختمېدلی شي نو بیا خو د هر چا اړیکه له منځه تللی شي.

د یادولو وړ ده چې ادارکارې نیشا راول پر خپل د تلویزون پر ستوري کرن مهرا پر وړاندې قضیه ثبت کړې او ویلي یې دي چې جنګ یې ورسره کړي، چې بیا پولیس ونیو خو په ضمانت سره خوشې شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې نیشا راول د ګرګاو په نوم د پولیسو په حوزه کې له خاوند څخه شکایت کړی و چې بیا یې پولیسو پر وړاندې قضیه ثبت کړه.

ددې پېښې په اړه کرن مهرا وایي چې میرمنې یې پر وړاندې په دروغو قضیه ثبت کړې نوموړی وایي چې یوه شپه یې له خپلې مور سره پر موبایل خبرې کولې چې نیشا یې والدینو او ورور ته بدې ردې وویلې او بیا سر په دېوال سر وواهه او خلکو ته یې زه په ګوته کړم چې کرن ووهلم.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …