کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: چاغښت د ژوند له لومړیو کلونو سره تړاو لري

څېړنه: چاغښت د ژوند له لومړیو کلونو سره تړاو لري

روغتیایي کارپوهان وایي چې د چاغښت ستونزه د ژوند له لومړنیو کلونو سره تړاو لري، یعنې هغه وخت کله چې میندې ماشومان له شېدو څخه بېل کړي.

د امریکا د کولمبیا پوهنتون د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې په ماشومتوب کې غوره غذایي عادتونه خپلول په راتلوونکې کې د چاغښت مخنیوی کوي.

د روغتیایي کارپوهانو له لورې ویل کېږي چې د ماشوم له زېږون وروسته لومړنی کال ډېر مهم وي، په دې کال ځینې داسې عادتونه جوړښت مومي چې بیا پر ټول ژوند اغېزې پرېباسي.

په دې اړه څېړونکې ټینګار کوي چې میندې دې له ماشومتوب څخه ماشومان په ښو او غوره خوراکونو سره عادت کړي ترڅو په راتلوونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې بیسکټ، یخ څښاک، میټايي داسې خوراکي توکي دي چې له دوه کلن ماشوم څخه باید کم عمره ماشوم ته ور نه کړل او یخ څښاک، مالګین توکي، پروسیس شوي توکي او پوډري چاکلیټ داسې خوراکي توکي دي چې د ماشوم بدن ته ډېره کالوري ورکوي.

څېړونکې زیاتوي چې له ماشومتوب څخه د ښو او روغتیایي خوړو عادت خپلول په راتلوونکې عمر کې د بدن د وزن په کنترول کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …