کورپاڼه / خبرونه / بابر اعظم: ویرات کوهلي د نړۍ غوره لوبغاړی دی او کله چې ورسره پرتله کېږم نو د ویاړ احساس کوم

بابر اعظم: ویرات کوهلي د نړۍ غوره لوبغاړی دی او کله چې ورسره پرتله کېږم نو د ویاړ احساس کوم

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان او تکړه توپ وهونکې بابر اعظم د هند د ملي لوبډلې له کپتان او تکړه توپ وهونکې ویرات کوهلي سره د پرتله کولو په اړه خبرې کړي.

د یادولو وړ ده چې د کرکټ په نړۍ کې د توپ وهنې په برخه کې ویرات کوهلي، کین ولیمسن، سټیو سیمت او جو روټ هغه څلور لوبغاړي چې د (څلورو غوره لوبغاړو) په نوم سره یادېدل، خو د پاکستان لوبغاړي بابر اعظم د پرلپسو ښه لوبو وروسته دا نوملړ (پنځو غوره لوبغاړو) ته پورته شو.

په دې دوران کې د بابر اعظم او ویرات کوهلي توپ وهنه هم سره پرتله کېږي. خو ویرات کوهلي د کرکټ د نړۍ هغه لوبغاړی دی چې ډېرې لوبې یې کړي او خپلې لوبډله یې په ډېرو لوبو کې بریا ته رسولې.

د ویرات کوهلي سره په پرتله کولو سره پاکستانی لوبغاړی بابر اعظم وایي چې:((ویرات کوهلي د نړۍ له غوره توپ وهونکو څخه یو دی، نوموړی هرځای او په غټو لوبو کې خپله وړتیا ښودلې.))

نوموړی وایي:((کله چې زموږ پرتلنه کېږي نو د فشار احساس نه کوم، بلکې ویاړ کوم چې خلک مې له دومره لوی لوبغاړي سره پرتله کوي.))

بابر اعظم وایي چې دوی سره نه شي پرتله کیدلی خو که پرتله کېږي نو د خوښۍ احساس کوي. نوموړی زیاتوي چې موخه یې په هغه ډول د خپلو وړتیاوو ښودنه ده لکه څنګه یې چې ویرات کوهلي ښیي.

بابر اعظم وایي:((وګورئ موږ دواړه بېل، بېل لوبغاړي یو، زما د لوبې خپل سټایل دی او د ویرات کوهلي خپل، نو زه غواړم چې د خپلو وړتیاوو په مرسته خپل ځان وښیم.))

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …