کورپاڼه / خبرونه / له کریم صادق وروسته عبدالله مزاری هم کرکټ ته بېرته راستنېږي

له کریم صادق وروسته عبدالله مزاری هم کرکټ ته بېرته راستنېږي

له کریم صادق وروسته عبدالله مزاري هم د ریټایرمنټ یا تقاعد پرېکړه بدله کړه او غواړي چې بېرته کرکټ ته راستون شي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي له هر ډول کرکټ سره مخه ښه کړې وه او په اسلام آباد کې شخصي کار پیل کړی و، چې کرکټ بورډ یې هم په اړه یوه ویډیو پرته کړې او ویلي ول چې عبدالله مزاري له هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه.

خو اوسمهال نوموړي پرېکړه بدله کړې او پر خپله فیسبوکپاڼه یې لیکلي چې بېرته کرکټ ته راستنېږي خو یوازې شل اوریزې لوبې به کوي.

بل لوري ته د کرکټ پر لوبو تبصره کوونکې ابراهیم مومند پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:((عبدالله مزاري له کرکټ بورډ سره اړیکه نېولې او هغه یې غوښتي چې بېرته کرکټ ته راستون شي.))

د یادولو وړ ده چې کریم صادق هم یو ځل اعلان کړی و چې استفاء کوي خو بیا یې اعلان وکړ چې بېرته راستنېږي او تمرینات یې پیل کړي دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …