کورپاڼه / هنر او کلتور / نجیبه فیض: زما موبایل زما معشوق دی

نجیبه فیض: زما موبایل زما معشوق دی

نجیبه فیض د ټولنیزو رسنیو پر مشهورې ویبپاڼې فیسبوک خپل نوي عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې موبایل یې معشوق دی.

نجیبه فیض چې هر وخت پر ټولنیزو رسنیو فعاله وي، وخت ناوخت له خپلو مینوالو سره د خپل ژوند او هنر اړوند عکسونه او ویډیوګانې خپروي چې تر ډېره یې مینوال هم خوښوي.

اوسمهال نوموړې پر خپل فیسبوکپاڼه خپل نوي عکسونه خپاره کړي او ترڅنګ یې لیکلي دي چې:((زما موبایل زما معشوق دی. دا هغه وروستی شی دی چې زه د شپې ګورم او هغه لومړی شی دی چې زه سهار له ویښېدو سره وینم.))

نجیبه فیض له دې عکسونه سره یو هیشټګ هم ورکړی او لیکلي یې دي چې:((پر ځان بېساري یا ځانګړي اوسئ.))

د یادولو وړ ده چې د نجیبه فیض دې عکس په یو ساعت کې دننه له درې زره، درې سوو څخه ډېر لایکونه اخیستي او همدغه راز له زرو ډېرو کسانو پرې تبصرې کړي.

دا هم ولولئ

اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ …