کورپاڼه / خبرونه / نجیبه فېض: افغان لوبغاړي راته وویل چې په پروګرام کې ورته سترګک ووهم
نجيبه فېض

نجیبه فېض: افغان لوبغاړي راته وویل چې په پروګرام کې ورته سترګک ووهم

د مشهورې اداکارې او د ټلویزیوني خپرونو کوربنې نجیبه فېض یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې د یوه افغان لوبغاړي له خوا د سترګک وهلو خبره کوي.

دا ویډیو په اصل کې په انسټاګرام کې شوې ده، چې له نجیبه فېض سره فرښته عالمي او همدا فېصل په نوم یو کس هم دي، چې په انسټاګرام کې يې لایف ویډیو کړې ده.

په دغه لایف خبرو کې نجیبه فېض وايي، چې يو افغان لوبغاړي ورنه په وټساپ کې غوښتنه کړې ده، چې په لایف ویډیو کې دې ورته سترګک ووهي.

نجیبه همدا راز وايي، چې ما ورته وویل، کله چې نړیوال جام وګټې، نو بیا به درته دوه سترګک ووهم، خو ته نړیوال جام وګټه.

د یادولو وړ ده چې نجیبه فېض د کوم افغان لوبغاړي نوم یاد نه کړ، چې چا ورته دا میسج کړی و، خو یو شمېر مشهور افغان لوبغاړي له نجیبه فېض سره اړیکې لري، زیات یې هغه دي چې په تجارتي لیګونو کې لوبېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې بیا په افغان لوبغاړو مینه والو نیوکې کړې دي، چې خپل عزت دې وساتي او له داسې کارونو څخه دې لاس واخلي، چې سبا به ورته د بدنامۍ سبب شي.

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

په رحمان الله ګربز سختې نیوکې او په لایف ویډیو کې د هغه ځوابونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک او ځوان توپ اچونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله …