کورپاڼه / جالب / څلور زره کاله پخوانی نکاح خط موندل شوي؛ شرطونه هم پرې لیکل شوي

څلور زره کاله پخوانی نکاح خط موندل شوي؛ شرطونه هم پرې لیکل شوي

په ترکیه کې لرغون پېژندونکو د څېړنې پرمهال څلور زره کاله پخوانی نکاح خط یا نکاح نامه موندلې، چې په اړه یې ویل کېږي چې د انساني تاریخ ترټولو لرغونی نکاح خط دی.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې ویل کېږي چې دا موندنه د ترکیې د هاران پوهنتون د لرغون پېژندونکو لخوا ترسره شوې. دا نکاح خط د تیږي یا ډبرې پر یوې ټوټې کیندل شوی او د یو تصویر شکل ورکړی، چې د زوم نوم پرې لاکي پوم او د ناوې پرې هتاله لیکل شوی.

لرغون پېژندونکې وایي چې له اوږدو څېړنو وروسته یې معلومه کړه چې په دې پخواني نکاح خط کې لیکل شوی چې: که چېرته د هتاله کوم اولاد ونه شي نو خپل خاوند ته به یوه وینځه پلوري.

څېړونکې وایي چې زرګونه وړاندې هم د شنډېدو ستونزې شتون درلود او په نکاح خط کې ذکر شوی شرط د همدې ستونزې د حل په لوري اشاره کوي. همدغه راز د لاکي پوم او هتاله ترمنځ د طلاق په صورت کې هم اړین شرطونه لیکل شوی.

په نکاح خط کې لیکل شوي که چېرته هتاله له لاکي پوم څخه طلاق غواړي نو په بدل کې به یې د سپین زرو ټاکل شوې اندازه ورکوي او لاکي پوم دا کار کوي نو هغه به ټاکل شوې اندازه سپین زر ورکوي. په دې موندنې سره انسان د لرغون انسان په اړه ډېر څه ترلاسه کولی شي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …