کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: لوبډلمشري به مې په لوبه اغېز وکړي، ځکه یې نه کوم
راشد خان

راشد خان: لوبډلمشري به مې په لوبه اغېز وکړي، ځکه یې نه کوم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د اصغر افغان له کپتانۍ لیرې کېدو وروسته د مشهورې وېبپاڼې اي ایس پي این کریک انفو سره مرکه کړې ده، چې د کپتانۍ په اړه هم غږېدلی دی.

راشد خان په مرکه کې وايي، چې لوبډلمشري به د هغه په لوبه اغېز وکړي، نو ځکه نه غواړي چې اوس وخت لوبډلمشري وکړي او خپل ټول پام خپلې لوبې ته کوي.

راشد خان وویل، چې هغه په شل اوریزو لوبو کې مرستیال لوبډلمشر دی او هر څوک چې نوی کپتان وټاکل شي، له هغه سره به خپله پوره مرسته کوي او مشورې به ورسره شریکوي.

نوموړي زیاته کړه، چې زما لپاره مهمه دا ده چې خپل پرفارمنس ته پوره پام وکړم، ځکه چې لوبډلې ته زما پرفارمنس مهم دی او نړیوال شل اوریز جام هم راروان دی، چې دا زما او د ملي لوبډلې لپاره ډېر مهم دی، چې باید پوره تیاری ورته ونیسو.

راشد خان وویل، چې لوبډلمشري له دې امله نه کوم چې ویرېږم بیا به د اوس وخت په څېر پرفارمنس ونه کړای شم، زه اوس خوښ یم چې په ملي لوبډله کې یوازې د یو لوبغاړي په توګه لوبېږم.

د یادولو وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لیرې کړ او د هغه پر ځای يې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره حشمت الله شهیدي لوبډلمشر وټاکه، د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر نه دی ټاکل شوی، خو راشد خان بیا مرستیال لوبډلمشر دی.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …