کورپاڼه / اسلام / دا سورت یوولس ځله ولولئ او د الله تعالی په مرسته خپلې ټولې غوښتنې پوره کړئ

دا سورت یوولس ځله ولولئ او د الله تعالی په مرسته خپلې ټولې غوښتنې پوره کړئ

دا یوه داسې وظیفه ده چې له قران کریم سره تړاو لري یا د قران کریم له یو کوچني سورت سره تړلې ده او کله چې دغه وظیفه ترسره کړئ او له هغې وروسته چې له الله تعالی څه غواړئ ان شاء الله چې ضرور به پوره کېږي.

ځکه چې په دې اړه ویل کېږي دغه د دیرش ایتونو لرونکی سورت یو داسې سورت دی، چې د کومې موخې یا د څه لپاره وویل شي نو دا یې شفاعت کوي او حتی تر دې چې له الله تعالی ورته بخښنه غواړي.

نو دغه سورت او وظیفه درسره په ذهن کې کېنوئ. په دې اړه ابو ذر رضي الله روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: ای ابوذره! که چېرته ته سهار له خوبه پورته شې او د الله تعالی د کلام یو ایت زده کړې نو دا د نفلو له سلو رکعتونو غوره دی او که چېرته د علم یو باب زده کړې، هغه که هغه وخت عادي وي یا نه وي نو له زرګونو نفلي رکعتونو څخه غوره دی.

دا وظیفه د سورت الملک وظیفه ده په دې اړه ابو هریره د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ارشاد رانقلوي چې په قران کریم کې یو داسې دیرش ایتي سورت دی چې هغه د خپلو لوستونکو شفات کوي او حتی تر دې چې مغفرت ورته غواړي او هغه سورت (تبارک الذی) یعنې سورت الملک دی.

په دې اړه نور روایتونه هم شته. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: زما زړه غواړي چې دغه سورت دې د هر مومن په زړه کې وي. ددې وظیفه ډېره آسانه ده لومړی او اخر کې به یوولس ځله درود شریف وایئ او په یوه ناسته کې به یوولس ځله سورت الملک وایې.

له دې وروسته چې کومې غوښتنې لرئ نو له الله تعالی یې وغواړئ، ان شاء الله چې الله تعالی به یې په بدل کې ډېر زیات ثواب او اجرونه درکړي او په هر ایت سره به د سلو نفلونو ثواب ترلاسه کړئ.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم …