کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کونړۍ نجلۍ د امریکا د رییس جمهور تعلیمي جایزه وګټله
ذکیه حسن

کونړۍ نجلۍ د امریکا د رییس جمهور تعلیمي جایزه وګټله

د افغانستان او په ځانګړې توګه د کونړ ولایت لپاره د یو ستر ویاړ خبر دا دی، چې یوې کونړۍ نجلۍ په امریکا کې تعلیمي ستره جایزه ګټلې ده.

د رسنیو د راپورونو په وېنا، د کونړ ولایت اوسېدونکې دا نجلۍ ذکیه حسن نومېږي، چې وې کولای شول چې د امریکا د رییس جمهور تعلیمي جایزه President’s Award For Educational Archievement وګټي.

د معلوماتو له مخې، ویل کېږي چې دغه تعلیمي تقدیرنامه یا جایزه هر کال د متحده ایالاتو د ولسمشر او د امریکا د معارف وزیر په لاسلیک سره د تشویق او تقدیر لپاره هغه زده کړیالانو ته ورکول کېږي، چې په متوسط ښوونځي کې يې ښې نومرې ترلاسه کړې وي.

په دغه سیالیو کې هر کال ډېر زیات زده کړیالان برخه لري او دغه جایزې ته نوماند وي، چې سږکال دا جایزه بیا د کونړ اوسېدونکې افغانې نجلۍ ګټلې ده.

د یادولو وړ ده چې د نورو برخو تر څنګ په تعلیمي برخه کې هم ډېری افغانانو د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې سترې لاسته راوړنې لرلي دي.

دا هم ولولئ

امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري …