کورپاڼه / روغتيا / بېره د روغتیا ترڅنګ په ښکلا او ښایست کې هم اغېزمن رول لري

بېره د روغتیا ترڅنګ په ښکلا او ښایست کې هم اغېزمن رول لري

بېره د مڼې پر نسبت ارزانه خو د ګټو له لحاظه سره برابره مېوه ګڼل کېږي، خو ترڅنګ یې د بېرې د ونې پاڼې هم د انسان لپاره له ډالۍ څخه کمه نه ګڼل کېږي او ګڼې روغتیایي او د ښکلا اړوند ګټې لري.

د بېرې د پاڼو د ګټو په اړه په دې فکر وکړئ چې ډېری هغه شرکتونه چې شامپو جوړوي، وایي چې په جوړښت کې یې د بېرې تېل موجود دي چې اوږدوي، ګڼوي یې، پیاوړي کوي یې او په ښکلي کولو کې یې مرسته کوي.

د بېرې پاڼې د میکروبونو ضد تمامېږي او په همدې سبب د پوستکي په موسمي ناروغیو کې لارښوونه کېږي چې د بېرې شات وکاروئ. که چېرته د بېرې پاڼې پر جامو کېښودل شي نو هیڅکله حشرې ورته نه راځي.

بېرې د ویټامین سي درلودونکې وي او ترڅنګ نور ډېر ویټامینونه او انټي اکساید هم لري، چې استعمال یې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او له موسمي ناروغیو څخه خوندیتوب ممکنوي او کله چې دغه پاڼې میده شي او پر مخ ووهل شي نو داغونه، ګونځي او دانې له منځه وړي.

همدغه راز بېره د وزن په کمولو کې هم حیرانوونکې اغېزې لري، د خولې پولۍ ختموي، د ویښتانو د ښکلا او صحت مند کیدو لپاره ګټور وي. باید یاده کړم چې بېره د پېړیو راهیسې د درملنې په موخه کارېږي او حتی تر دې چې په تعویزونو کې ترې هم ګټه پورته کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …