کورپاڼه / هنر او کلتور / ثنا خان: ایا په پرده کې کار کول زما بریا نه ده؟
ثنا خان

ثنا خان: ایا په پرده کې کار کول زما بریا نه ده؟

پخوانۍ اداکاره او موډله ثنا خان چې فلمي نړۍ یې تېر کال پرېښوده او تېر کال د نومبر په ۲۰مه نېټه یې له مفتي انس سره واده وکړ، په ټولنیزو رسنیو کې وخت نا وخت عکسونه خپروي او له دې څخه په واضحه توګه ښکاري، چې هغه د خپل واده، خاوند او ژوند څخه ډېره خوشحاله ده.

تازه نوموړې یو عکس خپور کړی دی چې دا عکس د هغې خاوند مفتي انس اخیستی دی، په عکس کې هغې حجاب کړی دی، چې له واده وروسته هغه په همدې ډول په عکسونو کې لیدل کېږي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Saiyad Sana Khan (@sanakhaan21)


له دې عکس سره نوموړې لیکلي دي، چې واورئ تاسې له خلکو نه ویریږئ؟ ایا تاسې دا ایت نه دی لوستی: ((الله چې وغواړي چاته عزت ورکوي او الله چې وغواړي چاته ذلت ورکوي)) کله په عزت کې ذلت پټ وي او کله په ذلت کې عزت.

د هغه دا پوسټ که څه هم ډېرو خلکو خوښ کړ، خو د اروبکتا په نوم یو کس ورته په کمنټ کې ولیکل، چې دومره لیک لوست دې وکړ او اوس هم پرده کوې، نو بیا د دې هر څه څه ګټه.

ثنا خان دغه کس ته په ځواب کې ولیکل، چې زما وروره، کله چې زه په پرده کې خپل کار کولی شم، ښه خسرګنۍ او خاوند لرم نو تر دې زیات زما څه پکار دي؟ تر ټولو مهمه دا ده چې الله زما ساتنه کوي. الحمدالله! او ما خپلې زده کړې هم بشپړې کړې دي، نو ایا دا زما بریا نه ده؟

پوښتنه او د ثنا خان ځواب

د یادولو وړ ده چې د ثنا خان فلمي نړۍ پرېښودو اعلان د هغې ډېر مینه وال هم حېران کړي و، خو د هغې خاوند مفتي انس په یوه مرکه کې وايي، چې د ثنا خان د اداکارۍ پرېښودو پرېکړه کې زما هېڅ رایې نشته، ما په هغې هېڅ داسې زور نه دی راوستی چې په یو خاص انداز کې دې ژوند تېر کړي، دا هر څه د هغې خپله پرېکړه ده.

دا هم ولولئ

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په …