کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د امریکا د لومړۍ میرمنې کلېزه؛ جو بایډن او میرمنې یې په بایسکل راووتل

د امریکا د لومړۍ میرمنې کلېزه؛ جو بایډن او میرمنې یې په بایسکل راووتل

د امریکا د متحده ایالاتو د لومړۍ میرمنې جیل بایډن د کلیزې پر مناسبت ولسمشر جو بایډن او میرمنې یې د یو ځای وخت تېرولو لپاره بایسکل وچلاوه.

لکه څنګه چې د عکسونو له مخې څرګندېږي، جو بایډن د خپلې میرمنې جیل بایډن د کلیزې او بایسکل چلونې پرمهال ډېر خوښ او خوشحاله ښکاري.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د امریکا د ولسمشر کور ودانه او ددې هیواد لومړنۍ میرمن اویا کلنه شوه، چې جو بایډن په دې موقع له خپلو رسمي مصروفیتونو څخه د لنډ وخت لپاره وقفه واخیسته.

ویل کېږي چې د جو بایډن د میرمنې د کلیزې پر مناسبت او له خپلې رخصتۍ څخه په ګټې اخیستنې ټوله ورځ له میرمنې سره یوځای پخپل پلارني ایالت ډیلاویر کې د سمندر په غاړه تېره کړه.

د جیل بایډن ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې جو بایډن او میرمنې یې د کلیزې ورځ د ډیلاویر ایالت د (Rehoboth) پر ساحل تېره کړه.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …