کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ملالې یوسفزۍ د واده په تړاو له خبرو وروسته یې د پلار غبرګون
ضیا الدین یوسفزی او ملاله یوسفزۍ

د ملالې یوسفزۍ د واده په تړاو له خبرو وروسته یې د پلار غبرګون

کم عمره نوبیل جایزه ګټونکې او مشهورې پښتنې ملالې یوسفزۍ، چې د تعلیم په برخه کې يې په ټوله نړۍ کې غږ پورته کړی دی، تېره ورځ یې د واده په اړه د ځینو خبرو له امله ورته خلکو سخت غبرګون ښکاره کړی دی.

نوموړې د برېتانیې د ووګ مجلې سره په خپلو خبرو کې ویلي و، چې زه نه پوهېږم خلک ولې واده کوي؟ دوه کسان کې یو بل سره ګډ اوسېدل غواړي، نو د دې لپاره نکاح ته څه اړتیا ده؟ خو په دې مرکې کې هغې دا هم ویلي و، چې مور یې ورته ویلي، چې د واده رشته ډېره سپېڅلې ده او هغه هم واده کوي.

د دې خبرو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د پراخ غبرګون وروسته د پېښور مشهور مفتي شهاب الدین پوپلزي په ټویټر کې د ملالې یوسفزۍ له پلار څخه وضاحت غوښتی دی او ورته یې ویلي دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي دي، چې ملالې یوسفزۍ نکاح رد کړې ده او انډیوالي يې بللې ده، چې له دې وجه هغه سخت خپه دی، هغه دې يې وضاحت ورکړي.

مفتي شهاب الدین پوپلزي ته د ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي په ځواب کې لیکلي دي، چې داسې هېڅ خبره نشته، رسنۍ او ټولنیزې رسنۍ د هغې خبرې کټ مټ نه دي راخیستي او یوازې د پروپېګنډې لپاره یې ځينې ټکي راخیستي او د خپلو خبرو سره یې خپاره کړي دي.


د یادولو وړ ده چې د ملالې یوسفزۍ د یادې مرکې وروسته نه یوازې دا چې په افغانستان کې پرې خلکو نیوکې کړې دي، بلکې پاکستان کې پرې سختې نیوکې شوې دي او د پاکستان هغه مشهورو بېباکه اداکارانو هم پرې نیوکې کړې دي، چې هغوی هېڅ نکاح نه مني او له کلونو راهیسې بې شمېره انډیوالان لري.

دا هم ولولئ

د فرانسې له ولسمشر څخه د یوې ماشومې پوښتنه؛ له څپېړې خوړلو وروسته څه احساس کوې؟

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې د یو ښوونځي لېدو ته تللی و، هلته د …