کورپاڼه / روغتيا / په یخو یا سړو اوبو سره لامبل څه ګټې لرلی شي؟

په یخو یا سړو اوبو سره لامبل څه ګټې لرلی شي؟

آیا غواړئ چې په یوه دقیقه کې ذهني فشار کم کړئ، ځان پیاوړئ احساس کړئ او دفاعي سیستم مو پیاوړی شي؟ که ځواب مو هو وي نو په یخو یا سړو اوبو سره ولامبئ ځکه چې په دې اړه ادعا کېږي چې سړې اوبه بدن او دماغ بدلوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په سړو اوبو سره لامبل د وینې له لوړ فشار څخه نېولې، تر شکر او ژور خپګان د ناروغیو درملنه کوي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د انسان بدن سړې اوبه د ځان لپاره یو ډول خطر ګڼي او پر وړاندې یې غبرګون رامنځته کوي.

ویل کېږي چې په دې سره غونی ځیږ غوندې شي، د زړه درزا تېزه شي او دننه بدن کې لکه د بریښنا چې منډه واخلي او په څو شېبو کې د وینې جریان تېز شي چې دا ټول طبیعي عملونه او د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړین وي.

که څه هم فشار د انسان لپاره ښه نه ګڼل کېږي خو روغتیایي کارپوهان وایي چې په لږه اندازه یې ګټور وي. دغه راز په یو بل څېړنه کې راغلي هغه کسان چې په سړو اوبو سره لامبي یو کال وروسته هم پکې بدلونونه لیدل کېږي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …