کورپاڼه / روغتيا / له پنځه دیرش کلنۍ وروسته ماشوم زېږول پر دماغو کومې اغېزې لري؟

له پنځه دیرش کلنۍ وروسته ماشوم زېږول پر دماغو کومې اغېزې لري؟

له ډېرو څېړنو څرګنده شوې چې له ځوانو میندو څخه زېږیدلي ماشوم ډېر صحت مند وي، خو اوسمهال ساینسپوهانو د هغوی میرمنو لپاره هم زېری اورولی چې په ډېر عمر کې ماشوم زېږوي.

د میل انلاین د راپور له مخې ساینسپوهان وایي چې:((هغه میرمنې چې له پنځه دیرش کلنۍ څخه وروسته ماشوم زېږوي په ذهني ډول ډېرې تېزوي، خو هغه میرمنې په دویمه لسیزه کې بچي راوړي په منځني عمر کې یې ذهني وړتیاوې کمېږي.))

راپور زیاتوي چې ساینسپوهانو ددې څېړنې لپاره هغه اته دیرش میرمنې تر څېړنې لاندې ونېولي چې وروستی ماشوم یې زېږولی و او ذهني وړتیاوې د تجزیې لاندې ونېولې.

ویل کېږي چې د څېړنو له پایلو معلومه شوه چې له پنځه دیرش کلنۍ وروسته اخری ماشوم زېږول ذهني په ذهني توګه تېزوي او ډېرې تکړه وي.

ساینسپوهان وایي لکه څنګه چې د ماشوم په زېږون سره د میندو بدن ډېر هورمونونه افرازوي، نو همدغه هورمونونه د ښځو د دماغي وړتیاوو سبب کېږي.

دا هم ولولئ

آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

د کورونا وایروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه د …