کورپاڼه / جالب / هغه انسان ډوله روبوټ چې نرم پوستکی لري

هغه انسان ډوله روبوټ چې نرم پوستکی لري

د کولمبیا پوهنتون انجینرانو په ګډه د انسان په ډول د نرم پوستکي درلودونکی روبوټ جوړ کړی او د (ایوا) نوم یې پرې ایښی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د کولمبیا پوهنتون انجینرانو یو ډول روبوټ جوړ کړی چې څېره یې نرمه او د یو بالغ انسان په ډول سره څرکندېږي.

ویل کېږي چې انجبنرانو د څېرې د نرموالي لپاره له ربړ څخه ګټه اخیستې او په تري ډي پرنټر سره یې جوړ کړی. راپور زیاتوي چې د ربړ څخه جوړه شوې څېره یې پر کوپړۍ لګولې او شاتنۍ برخه په ډېرو ځایونو کې په نریو تارونو له (موټرو) سره نښلولې.

کله چې غواړي پر څېره یې کوم ځانګړی اغېز یا جذبه وبریښي له هماغه تارونو څخه ګټه اخلي او په ځانګړي ترتیب سره یې تاووي او د مخ په بېلابېلو برخو یې اغېزې پیدا کېږي.

ویل کېږي چې دغه روبوټ اوسمهال پر څېره د غوسې، وېرې، خوند، درد، خپګان، حیرانتیا او نورو ډېرو احساساتو څرګندونه کوي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …